یو افغان له ۳۴ کلونو راهيسې د سولې لپاره روژه نیسي
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

کولتور

یو افغان له ۳۴ کلونو راهيسې د سولې لپاره روژه نیسي

فراه (پژواک،۱۶زمری ۹۲): د فراه اوسېدونکى ۱۱۰ کلن سید عبدالقادر  افغان پر افغانستان د شوروي له يرغل راهيسې د افغانستان د خپلواکۍ په دې جګړو ځپلي هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره هره ورځ روژه نيسي.

سید عبدالقادر مشهور په آغاجان د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د برنګتوت د کلي اوسىدونکۍ دى.

اغاجان، چې ځان په اصل کې د کونړ د اسعداباد اوسېدونکى او د سيدجمال الدين افغان له کورنۍ سره تړلى بولي ،خو وايي چې د ده نيکه او کورنۍ يې شاوخوا دوه سوه کاله وړاندې فراه ته راغلې او اوس په دې ولایت کې پر بزګرۍ بوخت دي.

ده ، د زمري پر  ۱۵مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ده په ١٣٥٨ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغل راهيسې روژه نيول پيل کړي دي .

هغه وايي: " یوه شپه مې خپل خداى بښلى پلارسید شاه او خپل نیکه (سیدامیر پاچا) په خوب کې ولیدل، دوی راته ویل، پورته شه! کفار راغلي ، ته روژه ونیسه، عبادت وکړه تر هغه وخته چې افغانان وژغورل شي. "

دى وايي: "روژه د دې لپاره نیسم چې لوی خداى(ج) دې زموږ پر وطن باندې ورحميږي؛ افغانستان د کفارو له لاسه خلاص شي، فساد ورک شي او سوله رامنځته شي."

ده وويل چې هېواد کې د اداري فساد له امله، لږ شمیر کسان (د ده په وینا وزیران او نور چارواکي) بډاى شوي ، خو نور ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي .

دي وايي که چارواکي پر عامو خلکو زړه سوى ونلري، خداى به دوى ته سخته جزا ورکوي. 

د هغه د معلوماتو له مخې، یواځې په اونۍ کې د سې شنبې پر ورځ روژه نه نیسي، ځکه چې په دغه ورځ دی رخصت وي او د خپلو خپلوانو لیدنې ته ځي.

خو هغه وايي، چې د اونۍ پاتې ورځې يې بې له وقفې روژه نیولې ده .

دي وايي، چې له ۱۱۰ کلونو څخه زیات عمر لري خو د روژې نیولو له امله، په ټول عمر کې مریض شوی نه دى . هغه زياتوي : " ډاکټر ته نه یم تللی او دوا مې نه ده خوړلې ."

اغاجان چې د برنکتوت کلي په یوه بڼ کې يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل چې لبنیات او میوې ، په تېره بيا انګور، مڼې او شیدې ډېر خوروي .

د ياد شوي کلي اوسېدونکى نعمت الله هم تاييدوي چې اغاجان له تېرو څه باندې درېيو لسيزو روژه نيسي .

هغه زياته کړه : "  اغاجان یو لوی او اسلامي اقدام کړى په همدې خاطر د کلیوالو په منځ کې محبوب دی. "  

 اغاجان وايي سواد نلري ، خو د قرانکریم ویل او د ځينو ایاتونو مانا يې له خپل پلار څخه زده کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، پلار يې (سید شاه) په خپل وخت کې له پیژندل شوو عالمانو او لیکوالو څخه و او د فراه ولایت په اطلاعات او کولتور ریاست کې يې له مطبوعاتو سره کار کاوه.

د اغاجان په وينا ،ټول افغانان بايد د دعا لاسونه لپه کړي او له مهربانه خداى ( ج ) څخه د رحمت او له ستونزو د ژغورولو غوښتنه وکړي.

د هغه په وينا، افغانان ډېر ځورېدلي ، چې  د بهرنيانو لاسوهنې ، واک ته د مفسدو کسانو رسېدل او د افغانانو بې اتفاقي يې لاملونه دي . 

دغه عمرخوړلي سپين ګيري  د مرکې په پاى کې د پژواک خبريال ته وویل: "ځوانانو ته ووایه چې درس ووايي، افغانستان جوړيږي؛ ډیر ژر جوړيږي."

د هغه د معلوماتو له مخې ، لومړى واده يې په شاوخوا ٧٠ کلنۍ کې او دوه نور ودونه يې تر هغه وروسته کړي دي.

دى وايي، چې له لومړنۍ او دویمې ښځي څخه اولاد نلري، خو له درېیمې ښځې څخه اته اولاده لري، چې ۶ يې زامن او دوه يې لوڼې دي.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب